Feb 202008
 

پښتون قام ترهـ ګر نه دی ـ اسفنديار ولي خان

په انتخابي نتيجو ئې ټولې نړئ ته دا پېغام ورکړو چې مونږ ته د ټوپک پرځائ قلم ، د ګولئ پرځائ کتابونه اؤ د بمبار پرځائ د اسکول يونيفارم پکار دی ـ

د پښتنو په خاوره د امن تآمين ، د صوبائي خپلواکۍ حاصلولو اؤ ګاونډيانو سره د ورورولئ په بنياد د تعلقاتو په شان په معاملو به مرکز کې نورو جماعتونو سره اتحاد کولی شي ـ

د عوامي نېشنل پارټۍ سرمشر ښاغلي اسفندريارولي خان وئيلي دي چې پښتنو په خپل ووټ زمونږ ګوند ته واضحه برتري ورکړه اؤ په نړيوالو قوتونو اؤ پاکستاني اسټېبليشمنټ ئې دا واضحه کړيده چې پښتانۀ انتها خوښ اؤ ترهـ ګر قام نه دی ـ پښتنو د انتحابي نتيجو نه ټولې نړۍ ته دا پېغام ورکړو چې مونږ ته د ټوپک نه قلم ، ګولۍ نه ، کتابونه اؤ د ځان مرګي بمبار جېکټونه نۀ بلکې د اسکول يونيفارم پکار دی ـ د زياتو نشتونو په وجه به مونږپښتونخوا کې  د نورو جماعتونو سره يوخائ د حکومت جوړولو هڅه کوو اؤ د مرکزي حکومت کې به د چارو په بنياد اتحاد کولی شي ـ

ښاغلي اسفنديار ولي خان په چارسده کې  د بي بي سي سره د خبرو پروخت اووئيل چې په پښتونخوا کې اولس د اې اين پي په اعتدال خوښ جماعت ته انتخابي ګټه ورکړه  او بال ئې د عالمي طاقتونو اؤ پاکستاني اسټېبليشمنټ کورټ ته ورغورځولو او ورته ئې دا پېغام ورکړو چې پښتانۀ د يو قام په څېث انتهاخوښ او ترهـ ګر نه دی ـ دۀ اووئيل چې مرکز کې به پاکستان په خاص توګه د پښتنو په خاوره د امن قيام ، صوبائي خودمختارۍ حاصلولو اؤ ګاونډيانو سره د وروورلۍ په بنياد تعلقات جوړولو په شان په معاملو نورو جماعتونو سره اتحاد کولی شي ـ انتخاباتو کې د ټګۍ په حقله د يو تپوس په ځواب کې ښاغلي اسفنديار ولي خان اووئيل چې د اوميدوارانو ترحده به ضرور ټګي شوي وي ، خو کۀ حکومت ټګي کړی وه نو د حکومت اهمې ستنې چوهدري شجاعت حسېن ، شېخ رشيد ، اميرحسېن او نورو وزيرانو به ماتې نه ځوړله ـ

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']
 Posted by at 11:55 pm