Feb 202008
 

پښتنو ثابته کړه چې دوئ امن خوښی قام دی ـ افراسياب خټک :

پېښور: د عوامي ملي ګوند صوبائي مشر ښاغلي افراسياب په خپل يو اخباري بېان کې وئيلي دي چې اولس دا ثابته کړه چې د باچاخان د عدم تشدد آفاقي سبق د موجوده بدامنئ اؤ دهشت ګردئ پر ضد د يو پرامنه قام د ټولو نه لوېه وسله کيدلی شي ـ اوسنو انتخابي نتيجو دا هم په ډاګه کړه چې پښتانۀ د سور بېرغ لاندې يو موټی ولاړ دي ـ

ښاغلي افراسياب خټک وايي چې د اتلسم فرورئ د انتخابي نتيجو دتشدد خوښو اؤ د پښتنو د دښمنانو وار خطا کړی دی ـ ځکه چې پښتنو په عوامي نېشنل پارټئ د خپل باور په ترڅ کې د بد امنئ ، جنګ ، تشدد ، جهالت اؤ پسماندګئ پرضد د خپلې کرکې اظهار کړی دی ـ

هغو اووئيل چې يواځې د پښتونخوا اسمبلئ نه ، بلکه د بلوچستان اؤ سندهـ اسمبلوکې د عوامي نېشنل پارټئ د پارليماني پارټو رغوڼه ددې خبرې پخلی کوي چې پښتانۀ د خېبر نه تر کراچئ اؤ بولانه پورې د سرې جهنډې د لاندې يو موټی شوي دي ـ اولس د خپلو کشالو د حل د پاره هم دې بېرغ اؤ نظرئې سره خپل مستقبل تړلې دې ـ کوم چا چې د خپل قول اؤ عمل په ذريعه د پښتون قام سرلوړي اؤ بری غوښتی دی ـ

ښاغلي افراسياب خټک د ټول قام مننه اوکړه اؤ هغو اووئيل چې عوامي نېشنل پارټي به د يو جمهوري معاشرې په رغوڼه اؤ د پښتنو د بقاء په جنګ کې به د اولس په ملاتړ ولاړ وي ـ

[suffusion-the-author]

[suffusion-the-author display='description']
 Posted by at 6:53 am